په کابل کې د طالبانو د حکومت د سرحداتو او قبایلو امور سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د تاجکستان له لوړپوړي پلاوي سره د مهمو سرحدي او امنیتي مسایلو په اړه رسمي لیدنه او خبرې وکړې
د معلوماتو له مخې، یاد پلاوی چې مشري یې میرزا زاده عبدالواحد کړې، د دواړو هېوادونو د ګډو اندېښنو، سرحدي وضعیت، همکارۍ او سیمهیزې اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته سفر کړی دی
ملا نوري په دغه ناسته کې د انسان او مخدره موادو د قاچاق مخنیوي ته جدي اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو اداره په دې برخه کې عملي ګامونه اخیستي او هڅې یې لا هم روانې دي. د ده په وینا، د سیمې او سرحدونو امنیت یوازې په خبرو نه، بلکې په دوامداره، همغږي او مؤثره همکاریو پورې تړلی دی.په خبرو اترو کې لاندې ټکي څېړل شوي دي:
د ګډو سرحدونو امنیتي وضعیت 🔹
د پولو د رسمي تثبیت مسله🔹
د قاچاقي فعالیتونو د کنټرول ستراتیژي 🔹
د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا 🔹
د ګډو امنیتي همکاریو د میکانیزم بحث 🔹
ملا نوري د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، دوستانه اړیکو او دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د سیمې پر امنیت، ثبات، اقتصاد او پرمختګ مثبته اغېزه ولري
د تاجکستان پلاوي هم د متقابل تفاهم، همکارۍ او ګډ امنیت د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl