په ټولنیزو رسنیو کې په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ښکاري یو کس د څو نورو کسانو له لوري وهل کېږي. د بریا نیوز د معلوماتو پر اساس، ویل کېږي چې یاده پېښه د کندهار ولایت په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
بریانیوز( چهارشنبه، ١٥ دلو ١٤٠٤)
د یوې سرچینې په وینا، په کندهار کې لا هم ځینې شخصي توقیف ځایونه فعال دي او ځینې لانجې، لکه اختطاف، مالي اختلافات او د نشهیي توکو اړوند موضوعات، د رسمي عدلي او قضایي چوکاټ څخه بهر په همدې ځایونو کې حلوفصل کېږي. یادې سرچینې زیاته کړې چې دا ځای هم ښايي له همدې ډول توقیف ځایونو څخه وي، خو د دقیق موقعیت او د ویډیو کې د ښکاره شوي کس د هویت په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په ورته وخت کې، یو شمېر نور راپورونه هم خپاره شوي چې له مخې یې ادعا کېږي ځینې لوړپوړي چارواکي هم شخصي توقیف ځایونه لري او ځینې نیونې د رسمي بهیر څخه بهر ترسره کېږي. په دغو راپورونو کې د طالبانو د عدلیې د وزیر، عبدالحکیم شرعي، نوم هم یاد شوی، خو تر اوسه پورې د یادو ادعاوو په اړه رسمي او خپلواک تایید نه دی شوی.
تر اوسه د دې موضوع په اړه د مسؤلو ادارو له لوري کوم رسمي وضاحت نه دی خپور شوی، او موضوع لا هم د لا زیاتو معلوماتو او روښانتیا ته اړتیا لري.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1172
-
اخبار افغانستان
277
-
مقاله
84
-
Uncategorized
19
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl