news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ: د ایران بې قید او شرط تسلیمېدل د جګړې یوازینۍ پای ده

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ: د ایران بې قید او شرط تسلیمېدل د جګړې یوازینۍ پای ده

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ: د ایران بې قید او شرط تسلیمېدل د جګړې یوازینۍ پای ده  

بریانیوز:(شنبه،۱۶حوت۱۴۰۴) 

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ  ویلي دي چې د امریکا او ایران تر منځ روانه جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسول کېدای شي چې ايران  په بشپړ، بې قید او شرط ډول تسلیم شي

ټرمپ په څرګندونو کې ټینګار کړی چې هېڅ ډول توافق، هوکړه یا منځګړیتوب د ایران د واک د ساتنې لپاره د امریکا د اهدافو پر وړاندې د منلو وړ نه دی. د هغه په وینا، مذاکرات باید یوازې د ایران د بشپړې تسلیمۍ لپاره وي او له دې پرته هېڅ حل عملي نه دی

هغه زیاته کړې چې امریکا به هېڅکله د خپل ملي امنیت، خپلواکۍ او د ولس د ساتنې حق له خطر سره نه پرېږدي او که اړتیا وي، د خپل ځواک پوره کارولو ته چمتو ده. دغه څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د ایران او امریکا تر منځ کړکېچ ورځ تر بلې تودېږي او په سیمه کې د امنیت وضعیت نوره هم پېچلی شوی دی

سیاسي شنونکي وايي چې د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا کلک دریځ په ډاګه کوي او ښيي چې د منځني ختیځ کړکېچ لا ډېر پیچلی کېدای شي. دوی ټینګار کوي چې د جګړې د پراختیا خطر ډېر لوړ دی او دواړه خواوې باید له زغم او هوښیارۍ کار واخلي

نړیوال کارپوهان د دې پېښې په اړه وايي چې یوازینۍ لار د خبرو اترو، سوله ییزو هڅو او متقابل تفاهم پیاوړتیا ده، څو سیمه له اوږدمهاله جګړې، بې ثباتۍ او ناوړه پایلو وژغورل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto