کابل کې د بریدونو پر سر متضاد ادعاوې؛ د څېړنو غوښتنې زیاتې شوې
بریانیوز:(پنجشنبه، ۲۸ حوت۱۴۰۴)
د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي پلاوو شورا په یوې توندې بیانیه کې ویلي چې په کابل کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، په ځانګړې توګه د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز برید، د نړیوالو بشري او جنګي قوانینو جدي نقض بلل کېږي او د پېښې د رڼو او خپلواکو څېړنو غوښتنه یې کړې ده
په ورته وخت کې، د طالبان چارواکي ادعا کوي چې په دغه برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي. د دوی په وینا، یاد روغتیايي مرکز په قصدي ډول هدف ګرځول شوی، چې دا کار د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي
خو بل لور ته، د پاکستان چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي. د اسلاماباد په وینا، د دوی هدف نظامي تاسیسات وو، نه ملکي مرکزونه. دوی ټینګار کوي چې د بریدونو پر مهال د مهماتو ډیپوګان په نښه شوي او حتی یې طالبان تورن کړي چې ښايي خپله یې روغتون ته اور اچولی وي، څو نړیوال غبرګون راپار کړي
په همدې حال کې، ځینې محلي سرچینې راپور ورکوي چې د بریدونو په شپه د کابل په اتمه ناحیه کې د طالبانو د دفاع وزارت اړوند د مهماتو یوه ډیپو هم ویشتل شوې وه، چې له امله یې د څو ساعتونو لپاره د اور لمبې او لوګي اسمان ته پورته کېدل
شنونکي وایي چې د پېښې په اړه د متضادو ادعاوو شتون د حقیقت موندل ستونزمن کړي، خو د ملکي تلفاتو ادعاوې د نړیوالو بنسټونو لپاره د جدي اندېښنې وړ دي. هغوی ټینګار کوي چې بې پرې او شفافې څېړنې کولی شي د حقیقت څرک ولګوي او د راتلونکو ورته پېښو مخه ونیسي
د نړیوالو بشري بنسټونو له نظره، که ملکي تاسیسات قصداً هدف ګرځول شوي وي، نو دا به د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وي، او ښکېل لوري باید د خپلو کړنو حساب ورکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?