د ډله ییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان-پاکستان نښتې د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی
بریانیوز:(پنجشنبه، ۲۸ حوت۱۴۰۴)
د د ډلهییز امنیت د تړون سازمان په تازه خپره شوې بیانیه کې خبرداری ورکړی چې د طالبان ځواکونو او د پاکستان پوځ ترمنځ د وروستیو نښتو زیاتوالی د سیمې د امنیت لپاره یو جدي او اندېښمنوونکی پرمختګ بلل کېږي
په بیانیه کې ویل شوي چې د تاوتریخوالي دوام نه یوازې د دواړو اړخونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کوي، بلکې د پراخې سیمې پر ثبات هم منفي اغېز لرلی شي. دغه سازمان ټینګار کړی چې هر ډول پوځي تقابل کولای شي وضعیت نور هم پېچلی او له کنټروله وباسي
همداراز هیله څرګنده کړې چې د کابل د واکمنو او اسلاماباد ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې بېرته فعاله شي، څو اختلافات د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې حل شي. د سازمان په وینا، یوازینۍ پایدار حللاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو موندل دي، نه د زور کارول
په بیانیه کې راغلي: «د وضعیت هر ډول ترینګلتیا، بې له شکه په سیمه کې د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي»، او له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه شوې چې له زغم څخه کار واخلي او د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي
سیاسي شنونکي باور لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له ننګونو سره مخ دي، خو د وروستیو نښتو زیاتوالی ښايي د سیمهییزو قدرتونو پام هم ځان ته راواړوي او د امنیتي توازن پر معادلو اغېز وکړي
دا څرګندونې په داسې حال کې خپرېږي چې نړیواله ټولنه هم د سیمې پر امنیتي وضعیت ژوره اندېښنه لري او پر دواړو خواوو غږ کوي چې د شخړو د حل لپاره سولهییزې لارې غوره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?