د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرمنظور پښتین د کابل پر روغتون برید وغنده؛ د نړیوال غږ پورته کولو ژمنه یې وکړه
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرمنظور پښتین د کابل پر روغتون برید وغنده؛ د نړیوال غږ پورته کولو ژمنه یې وکړه
بریانیوز:(پنجشنبه، ۲۸ حوت۱۴۰۴)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کابل کې د معتادینو پر یوه روغتون د پاکستان د هوايي برید په کلکه غندنه کړې ده
پښتین په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې پاکستان “د کابل په يوه روغتون ترهګريز هوايي بمبار وکړ، چې په کې سلګونه بې ګناه تر علاج لاندې ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.” نوموړي دا پېښه د بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف بللې ده
هغه زیاته کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د دې پېښې د قربانیانو غږ نړیوالو ته ورسوي او د عدالت غوښتنه به په هر نړیوال فورم کې راپورته کړي. د هغه په وینا، “پي ټي اېم به د نړۍ هر ګوټ ته د دې مظلومې وينې غږ رسولو لپاره خپله طرحه جوړه وي
منظور پښتین همدارنګه ټینګار کړی چې په دې سختو شېبو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل د وروستیو پېښو په اړه لا هم متضاد راپورونه خپرېږي او نړیوال بنسټونه د پېښې د رڼو او خپلواکو څېړنو غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1484
-
اخبار افغانستان
491
-
مقاله
172
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl