یوناما پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د اندېښنې وړ وبلل
بریانیوز- جمعه ، ۲۲ جوزا١٤٠۵
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د ژورې اندېښنې وړ بللي او د روان کړکېچ د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده
یوناما په خپلې خبرپاڼه کې ویلي چې د پولې دواړو غاړو ته تاوتریخوالی د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د سیمې پر امنیت او ثبات ناوړه اغېزې پرېباسي
دغه بنسټ له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې له زغم، احتیاط او خبرو اترو څخه کار واخلي او د هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د کړکېچ د پراخېدو لامل ګرځي
یوناما ټینګار کړی چې د شخړو او اختلافونو هواری باید د سولې، متقابل درناوي او ډیپلوماټیکو لارو له مخې ولټول شي، څو د سیمې خلک له نورو زیانونو او ناخوالو خوندي پاتې شي
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دغه څرګندونې په داسې مهال کړې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې اړوند ترینګلتیا زیاته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1683
-
اخبار افغانستان
773
-
مقاله
408
-
سیاست
110
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl