news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کابل اوسېدونکی: د طالبانو له لوري په ځینو سیمو کې له خلکو اونیزې پیسې راټولېږي

د کابل اوسېدونکی: د طالبانو له لوري په ځینو سیمو کې له خلکو اونیزې پیسې راټولېږي

د کابل اوسېدونکی: د طالبانو له لوري په ځینو سیمو کې له خلکو اونیزې پیسې راټولېږي


بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥

د کابل یو اوسېدونکي ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونه په ځینو سیمو کې هره اونۍ کور په کور ګرځي او له خلکو څخه ۱۰۰ افغانۍ راټولوي

نوموړي ویلي چې د دې پیسو د ټولولو پر مهال وسله‌وال کسان هم ورسره وي، چې له امله یې خلک د اعتراض یا مخالفت جرأت نه شي کولای او موضوع د زور تر سیوري لاندې ترسره کېږي

د هغه په وینا، طالبانو خلکو ته ویلي چې دغه پیسې د جوماتونو د ساتنې، د دیني مرکزونو د لګښتونو او د ملا امامانو د اړتیاوو لپاره راټولېږي

دغه اوسېدونکی زیاتوي چې په اوسني سخت اقتصادي وضعیت کې، دا ډول لګښتونه د عامو خلکو پر کورنیو لا زیات مالي فشار واردوي، په ځانګړي ډول پر هغو کورنیو چې مخکې له مخکې د بېکارۍ او بې‌وزلۍ له ستونزو سره مخ دي

تر اوسه د طالبانو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې، خو دا موضوع په کابل کې د خلکو ترمنځ پراخ بحثونه او اندېښنې راپورته کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto