افغان فوټبالر:له کډوالۍ تر نړیوال جامه؛ ندیم امیري د افغانانو د ویاړ نوې کیسه ولیکله
بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥
افغانالاصله فوټبالر د فوټبال په نړۍ کې داسې لاسته راوړنه ثبت کړې چې د میلیونونو افغانانو لپاره د ویاړ او خوښۍ سرچینه ګرځېدلې ده. هغه لومړنی افغان دی چې د فوټبال نړیوال جام په ستر پړاو کې یې ګډون کړی او د افغانستان نوم یې نړیوالو لوبغالو ته رسولی دی
ندیم امیري د خپل بېساري استعداد او نه ستړې کېدونکو هڅو له برکته د جرمني د هوفنهایم له لوبډلې راڅرګند شو او په لنډ وخت کې یې د جرمني د ملي لوبډلې پام ځانته واړاوه
د هغه غوره لوبې او پیاوړې وړتیاوې د دې لامل شوې چې د نړۍ تر ټولو سترې سیالۍ ته لار ومومي
امیري تل پر خپل افغان اصل ویاړ کړی او د افغان کډوالو د حقونو او ستونزو په اړه یې هم څرګند دریځ خپل کړی دی. نوموړي په بېلابېلو مرکو کې ویلي چې افغانستان د ده د هویت نه بېلېدونکې برخه ده او له خپل وطن سره ژوره مینه لري
هغه د خپل ژوند له ستر ارمانونو څخه یو هم د خپل پلرني ټاټوبي لیدل بللي وو. همدا و چې څو کاله وړاندې افغانستان ته سفر وکړ او د خپل وطن له خلکو او خاورې سره یې نږدې اشنايي تازه کړه
ندیم امیري نن یوازې یو بریالی لوبغاړی نه، بلکې د هغو زرګونو افغان ځوانانو د هیلو استازی هم ګڼل کېږي چې غواړي د استعداد، زیار او هوډ په مټ نړیوالو لوړو ته ورسېږي. د هغه بریا ثابته کړه چې افغانان، که فرصت ورته برابر شي، د نړۍ په هر ډګر کې د ځلېدو وړتیا لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?