news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان او قرغیزستان : د ستراتیژیکو څېړنو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

افغانستان او قرغیزستان :  د ستراتیژیکو څېړنو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

افغانستان او قرغیزستان :  د ستراتیژیکو څېړنو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

 بریانیوز/ جمعه  ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

د افغانستان او قرغیزستان چارواکو په بیشکک کې د یوې لیدنې پر مهال د ستراتیژیکو څېړنو، اقتصادي همکاریو او علمي تبادلو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي

د طالبانو د ستراتیژیکو څېړنو مرکز مشر عبدالحی قانت د قرغیزستان د ستراتیژیکو نوښتونو د ملي انسټیټیوټ له رئیس عادل‌بیک اولو شومکاربېک سره لیدلي دي

 په دې غونډه کې په قرغیزستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست عبدالشکور حقاني هم ګډون درلود

دواړو لوریو د ګډو څېړنیزو پروګرامونو، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د علمي تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې

چارواکو ټینګار وکړ چې د ستراتیژیکو څېړنو او علمي همکاریو پراختیا کولی شي د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه په وروستیو میاشتو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او نورو ګډو همکاریو د پراختیا لپاره خپلې اړیکې لا پراخوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto