news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د خیبر پښتونخوا : لنډي کوتل کې د تورخم د لارې د پرانیستو لپاره لاریون؛ سوداګر او کارګران د پراخو اعتراضونو ګواښ کوي

د خیبر پښتونخوا : لنډي کوتل کې د تورخم د لارې د پرانیستو لپاره لاریون؛ سوداګر او کارګران د پراخو اعتراضونو ګواښ کوي

د خیبر پښتونخوا : لنډي کوتل کې د تورخم د لارې د پرانیستو لپاره لاریون؛ سوداګر او کارګران د پراخو اعتراضونو ګواښ کوي

 بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې سوداګرو، ټرانسپورټرانو، کارګرو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو د تورخم په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تړلو لارو د بېرته پرانیستو لپاره لاریون کړی دی

لاریون کوونکو ویلي، د سرحدي لارو اوږدمهاله تړل کېدو د سیمې سوداګرۍ او د زرګونو کورنیو پر اقتصادي وضعیت دروند اغېز کړی دی. دوی وایي، له نږدې لسو میاشتو راهیسې ګڼ شمېر سوداګر، موټرچلوونکي او کارګران بې‌کاره دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، که پاکستان حکومت د تورخم او نورو تړلو لارو د پرانیستو لپاره ژر عملي ګامونه پورته نه کړي، نو لومړی به د تورخم په دروازه کې پرلت پیل کړي

دوی ویلي، که د پرلت غوښتنې هم ونه منل شي، د اعتراضونو لړۍ به پراخه کړي او په اسلام‌اباد کې به د هېواد په کچه پراخې مظاهرې ترسره کړي

لاریون کوونکو ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې باید د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره ژر تر ژره پرانیستل شي

د «افغان مهاجرینو متحده ټولنې» په وینا، د سرحدي لارو دوامداره تړل کېدل یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر مزدورانو، ټرانسپورټرانو، مسافرو او هغو کورنیو هم مستقیم اغېز کړی چې د سرحد دواړو غاړو ته له خپلوانو او اقتصادي فعالیتونو سره اړیکې لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto