عدلیې وزارت : افغان وګړي محمد شریفالله په امریکا کې په ۲۰ کاله بند محکوم شو
بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
محمد شریفالله، افغان وګړی چې د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر له خونړي برید سره د تړاو په قضیه کې نیول شوی و، د امریکا په یوه فدرالي محکمه کې په ۲۰ کاله بند محکوم شو. نوموړی د داعش خراسان لپاره د مادي ملاتړ د برابرولو په جرم محکوم شوی دی
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، شریفالله د روان کال په اپرېل کې د فدرالي محکمې د منصفه پلاوي له لوري مجرم پېژندل شوی و. د محکمې د اسنادو له مخې، نوموړي شاوخوا نهه کاله د داعش خراسان له فعالیتونو سره مرسته کړې او په بېلابېلو بریدونو کې یې د څارنې، پیغام رسولو، د وسلو او ځانمرګو بریدګرو د لېږد په چارو کې ونډه لرله
د چارواکو په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د زرګونو کسانو د راټولېدو په منځ کې ځانمرګی برید وشو. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول
څارنوالانو ویلي چې شریفالله د برید له ترسره کېدو مخکې د کابل هوايي ډګر پر لور یوه لاره څارلې وه، څو ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو امنیتي پوستې په کې نه وي. د امریکا د عدلیې وزارت وايي، هغه په دې توګه د داعش خراسان د برید په چمتو کولو کې مرسته کړې وه
خو منصفه پلاوي په دې اړه متفقه پرېکړه ونه شوه کولای چې ایا د شریفالله ملاتړ په مستقیم ډول د کابل هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او شاوخوا ۱۶۰ افغانانو د وژل کېدو لامل شوی و که نه. له همدې امله نوموړی د دغو مړینو د مستقیم مسؤلیت پر تور نه دی محکوم شوی، بلکې د داعش خراسان د ملاتړ په جرم یې سزا واخیسته
شریفالله د محاکمې پر مهال شاهدي نه وه ورکړې او د سزا له اعلان مخکې یې محکمې ته هم خبرې ونه کړې. د هغه مدافع وکیلانو استدلال کړی و چې نوموړی د داعش خراسان مشر نه و او د کابل د هوايي ډګر د برید په اړه یې مستقیم مسؤلیت په محاکمه کې نه و ثابت شوی
د امریکا قاضي انتوني ترېنګا شریفالله ته د ۲۰ کلونو بند سزا واوروله؛ دا د هغه جرم لپاره تر ټولو لوړه ممکنه سزا وه چې منصفه پلاوي پرې مجرم بللی و
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?