جورجت ګانیون: په ځینو برخو کې پرمختګونه هیلهبښونکي دي، خو د اندېښنې وړ مسایلو کې بدلون نه لیدل کېږي
جورجت ګانیون: په ځینو برخو کې پرمختګونه هیلهبښونکي دي، خو د اندېښنې وړ مسایلو کې بدلون نه لیدل کېږي
بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې ځانګړې استازې جورجت ګانیون وايي، په افغانستان کې د اوسني حکومت د واکمنۍ په پنځو کلونو کې ځینې رامنځته شوي بدلونونه او پرمختګونه هیلهبښونکي دي، خو په هغو مسایلو کې چې افغانان او نړیواله ټولنه پرې اندېښمن دي، تر اوسه هېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی
ګانیون دا څرګندونې د سپټمبر په ۱۶مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د وینا پر مهال کړې دي
نوموړې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د خبرو پر مهال وویل، په تېرو پنځو کلونو کې په ځینو برخو کې داسې بدلونونه رامنځته شوي چې د راتلونکي لپاره د هیلو زمینه برابروي، خو دغه پرمختګونه د هغو اساسي اندېښنو د لرې کولو لپاره کافي نه دي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه ورسره مخ دي
ګانیون په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وضعیت تمرکز وکړ او د هغوی پر زدهکړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه یې د اندېښنې وړ وبلل
هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو او نجونو حقونه، بشري حقونه او په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د خلکو ګډون مهم مسایل دي او په دې برخو کې د بدلون اړتیا لا هم پر خپل ځای ده
د ملګرو ملتونو د استازې څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د اوسني حکومت د واکمنۍ پنځه کاله بشپړېږي او د دغه هېواد د بشري حقونو، اقتصادي وضعیت، حکومتولۍ او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په اړه بحثونه لا هم دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?