کابل : د ترکیې د استخباراتو مشر له کابل وروسته کندهار ته سفر وکړ
بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم کالین افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کابل او کندهار ته تللی او له یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو سره یې پر امنیتي او استخباراتي همکاریو خبرې کړې دي
کالین په کابل کې د استخباراتو عمومي ریاست له مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي. نوموړي همداراز د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع له وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره کتلي دي
په دغو لیدنو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د لا پراختیا لپاره د ممکنه ګامونو په اړه خبرې شوې او د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم بحث شوی دی
د لیدنو پر مهال د سیمې او نړۍ وروستي بدلونونه، په ځانګړي ډول د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ روانه جګړه، هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وه
دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د انسانانو د قاچاق د مخنیوي او د نشهیي توکو د سوداګرۍ پر وړاندې د ګډو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي
کالین د کابل تر لیدنو وروسته کندهار ته هم سفر کړی، خو د هغه د کندهار د سفر د پروګرام او هلته د ترسره شویو احتمالي لیدنو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1821
-
اخبار افغانستان
958
-
مقاله
760
-
سیاست
341
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl