news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

آلمان : ۱۳ افغانان په چارټر الوتنه کې کابل ته ولېږدول

آلمان : ۱۳ افغانان په چارټر الوتنه کې کابل ته ولېږدول

آلمان : ۱۳ افغانان په چارټر الوتنه کې کابل ته ولېږدول

بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د جرمني حکومت ۱۳ افغان وګړي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قانوني شرایط یې نه لرل، د یوې چارټر الوتنې له لارې کابل ته ولېږدول

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، په اخراج شویو کسانو کې ټول نارینه افغانان شامل وو او په جرمني کې د جرمونو له امله له قانوني تعقیب سره مخ شوي وو

د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو د اخراج بهیر د سه‌شنبې په ورځ بشپړ شوی او الوتنه کابل ته رسېدلې ده. د اخراج شویو کسانو د هویت، د اوسېدو ځای او د محکومیتونو د مودې په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اوسني ائتلافي حکومت له جوړېدو راهیسې تر دې دمه ټولټال ۲۶۳ افغان وګړي له جرمني څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي

جرمني په روان کال کې هم په څو پړاوونو کې افغان وګړي د چارټر الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدولي دي، چې د وروستیو الوتنو ډېری مسافرین د جرمني چارواکو په وینا د جرمونو په تړاو له قانوني ستونزو سره مخ وو

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto