news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د زده‌کړو پنځه کلن محرومیت د یوې نسل راتلونکی اغېزمن کړی

بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د زده‌کړو پنځه کلن محرومیت د یوې نسل راتلونکی اغېزمن کړی

بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د زده‌کړو پنځه کلن محرومیت د یوې نسل راتلونکی اغېزمن کړی

بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د بښنې نړیوال سازمان وايي، پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنۍ او لوړو زده‌کړو څخه محرومې دي او د زده‌کړو دوام ته یې د لاسرسي محدودیتونو د یوې لویې نسل د راتلونکې او هیلو پر وړاندې جدي اغېز کړی دی

دغه سازمان د افغان نجونو د زده‌کړو د پنځه کلن بندیز د کلیزې په مناسبت ویلي، د زده‌کړو له حق څخه د میلیونونو نجونو محرومېدل د دوی پر ژوند، راتلونکو فرصتونو او شخصي هیلو ژور اغېز لري

د معلوماتو له مخې، افغان نجونې له ۲۰۲۱ کال د سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده‌کړو څخه منع دي. ښځې او نجونې هم له ۲۰۲۲ کال د ډسمبر راهیسې پوهنتوني زده‌کړو ته د تګ اجازه نه لري

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، سره له دې محدودیتونو، یو شمېر افغان نجونې لا هم د زده‌کړو د دوام لپاره بدیلې لارې لټوي او ځینې یې له انلاین زده‌کړو، پټو ښوونیزو پروګرامونو او نورو لارو ګټه اخلي

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ هم ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د زده‌کړو دوامدار محدودیتونه د نجونو پر راتلونکې سربېره، د افغانستان پر روغتیايي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ هم اوږدمهاله اغېزې لرلی شي

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو د حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto