د واضح دریځ ارزښت او د ښاغلي حکمتیار مقام
لیکنه: الهام همتیار
درست، عقلي، منطقي او په حقایقو ولاړ دریځ نیول او بیا پر هغه ټینګ پاتې کېدل د قوي، کاریزماتیک او باارادې شخصیت نښه ده. یوازې هغه کسان له دې ځانګړتیا برخمن کېدای شي چې له یوې خوا لوړه علمي کچه ولري، قوي مورال او پر ځان باور ولري، او له بلې خوا د خپل فکر او تګلارې پر بنسټیزو اصولو باور ولري. دا تګلاره باید سپېڅلې، منطقي او معقوله وي او د اسلامي، اخلاقي او علمي اصولو په رڼا کې غوره شوې وي.
هغه کسان چې په ژوند کې هر موقف او پرېکړه د اصولو پر بنسټ نیسي، د حالاتو له بدلون سره خپل فکر نه بدلوي. دوی د حق د پېژندلو لپاره معیار لري، نه دا چې د قدرت، شهرت او موقتي ګټو پر بنسټ خپل موقف بدل کړي.
د اسلام له نظره د دریځ ارزښت
د جناب رسول اکرم ﷺ مبارکه وینا ده:
حدیث:«قل آمنت بالله ثم استقم»
ژباړه: ووایه چې ما پر الله ایمان راوړی، او بیا پر همدې لار ټینګ پاتې شه.
دا حدیث د مسلمان د شخصیت اساسي اصل بیانوي. په اسلام کې یوازې د حق پېژندل کافي نه دي، بلکې پر هغه ټینګ پاتې کېدل هم د ایمان برخه ده. قرآن کریم هم د منافقانو په اړه وایي:
آیه:«مذبذبین بین ذلک لا إلى هؤلاء ولا إلى هؤلاء»
یعنې منافقان هغه کسان دي چې نه دلته دي او نه هلته؛ تل په تذبذب کې وي. هغوی نه د حق په لاره کلک درېږي او نه د باطل پر وړاندې دریځ نیسي.
له همدې امله، په اسلامي فکر کې ثبات، استقامت او اصولي دریځ د مسلمان د شخصیت مهم بنسټونه دي.
د اسلامي تمدن تجربه
که د اسلامي فقهې تاریخ ته وګورو، د امام ابوحنیفه رحمه الله شخصیت یو روښانه مثال دی. هغه د خپل عصر له مهمو فقیهانو څخه و چې د زمانې د نوو مسایلو په اړه یې د اصولو پر بنسټ واضح دریځونه ټاکل.
د ده د فقهې د پراخوالي لوی علت دا و چې هغه د شریعت له مقاصدو سره سم د عقل، قیاس او اجتهاد کارولو ته اهمیت ورکاوه. همدا سبب شو چې د حنفي فقهې مکتب د اسلامي نړۍ په لویه برخه کې خپور شي.
خو دا هم حقیقت دی چې د همدې اصولي دریځونو له امله هغه د خپل وخت د واکمنانو له ظلم سره مخ شو. زندان ته واچول شو، فشار پرې راوستل شو او ژوند یې له کړاوونو ډک و.
د اصلاح غوښتونکو شخصیتونو تجربه
د اسلامي نړۍ په معاصر تاریخ کې هم داسې شخصیتونه شته چې د خپلو اصولي دریځونو له امله مشهور شوي دي. سید جمال الدین افغان د همدې لړۍ یو مهم شخصیت و.

هغه د استعمار، استبداد او فکري انحطاط پر وړاندې مبارزه وکړه. د همدې دریځ له امله له یو هېواده بل هېواد ته تبعید شو، خو د ده فکري مبارزه د اسلامي بیدارۍ یو مهم پړاو بلل کېږي.
د تاریخ تجربه دا ښيي چې هغه کسان چې د اصولو پر بنسټ دریځ نیسي، که څه هم په خپل وخت کې له ستونزو سره مخ کېږي، خو په اوږدمهال کې د تاریخ برخه ګرځي.
د واضح دریځ ګټې
اصولي دریځ څو مهمې پایلې لري:
۱. د شخصیت معنوي ځواک زیاتوي
۲. د خلکو اعتماد جلبوي
۳. د فکري ثبات مثال ګرځي
۴. په ټولنه کې د رهبرۍ وړتیا رامنځته کوي
هغه شخصیتونه چې د حالاتو له بدلون سره خپل دریځ بدلوي، معمولا د تاریخ په حافظه کې نه پاتې کېږي. خو هغه کسان چې د اصولو پر بنسټ فکر کوي، د نسلونو لپاره د الهام سرچینه ګرځي.
د واضح دریځ تاوانونه
خو دا هم باید ومنو چې اصولي دریځ تل آسانه نه وي. د داسې دریځ ځینې ستونزې دا دي:
• د قدرت دخاوندانو مخالفت او انتقاد
• سیاسي فشارونه
• تبعید، زندان او تبلیغاتي او روانی جګړه
• د دوروغ او تهمت په وسله د بدنامولو هڅې
خو تاریخ ښيي چې د حق پر لاره ثبات په پای کې ارزښت لري.
د معاصر افغانستان تجربه
په معاصر افغانستان کې هم د داسې شخصیتونو بېلګې شته چې د خپلوشرعی-سیاسي او فکري دریځونو له امله پېژندل کېږي. ښاغلی ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامی رهبر د هغو سیاستوالو له ډلې ګڼل کېږي چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د خپلو مشخصوعملی او منطقی دریځونو له امله مطرح شوي دي.

د ده سیاسي ژوند د څو لسیزو اوږده تجربه لري. د دې مودې په اوږدو کې هغه د مختلفو حالاتو سره مخ شوی، خو هڅه یې کړې چې خپل سیاسي دریځونه د مشخصو اصولو پر بنسټ بیان کړي.
د حکمتیار ځینې مهم اصول
د ده د سیاسي فکر څو مهم ټکي په لاندې ډول یادېدای شي:
۱. د اشغال پر وړاندې مستمر مبارزه
د شوروي اتحاد او وروسته د ناټود اشغالگرانو پر وړاندې اوږده مبارزه.
۲. د بهرنیو نفوذ او فشارپر وړاندې حساسیت
د هغو حکومتونو مخالفت چې د بهرنیو قدرتونو تر اغېز لاندې جوړ شوي وو.
۳. سیاسي حل لارو ته اهمیت
په مناسب وخت کې د مذاکراتو او سیاسي تفاهم ملاتړ.
۴. د متوازن بهرني سیاست ملاتړ
د لویو قدرتونو تر منځ د توازن سیاست ته اهمیت ورکول.
۵. سیاسي مشروعیت ته ارزښت
په انتخاباتي او مشورتی پروسو کې د ګډون ملاتړ.
تحلیلي پایله
د تاریخ تجربه ښيي چې د سیاست په ډګر کې هغه کسان تل پاتې کېږي چې واضح فکر، اصولي دریځ او فکري ثبات ولري.
که څه هم داسې شخصیتونه کله کله له سختو ستونزو سره مخ کېږي، خو په اوږدمهال کې د تاریخ په حافظه کې ځای نیسي.

له همدې امله د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ په بحثونو کې د داسې شخصیتونو رول تل د تحلیل موضوع پاتې کېږي، او راتلونکی نسل به د دوی د تجربو، دریځونو او سیاسي فکر ارزونه کوي.
په پای کې ویلای شو چې اصولي دریځ نیونه یوازې سیاسي انتخاب نه دی، بلکې فکري مسؤلیت هم دی. هغه ملتونه چې داسې شخصیتونه لري، د تاریخ له تجربو څخه زده کړه کولی شي او خپل راتلونکی په روښانه ډول جوړولی شي.
وما ذلک على الله بعزیز.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?