news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ایران د مذهبي مشر له لوري د ستر دیني عالم آیت الله محمد اسحاق فیاض پر مړینه د خواخوږۍ څرګندونه

د ایران د مذهبي مشر له لوري د ستر دیني عالم آیت الله محمد اسحاق فیاض پر مړینه د خواخوږۍ څرګندونه

د ایران د مذهبي مشر له لوري د ستر دیني عالم آیت الله محمد اسحاق فیاض پر مړینه د خواخوږۍ څرګندونه


بریانیوز- جمعه ، ۲۲ جوزا١٤٠۵


د ایران مذهبي مشر سید مجتبی خامنه‌ يي د ستر دیني عالم او د شیعه‌ وو د نامتو مرجع آیت الله محمد اسحاق فیاض د مړینې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده


نوموړي په خپل خپاره شوي پیغام کې د ارواښاد فیاض علمي، دیني او ښوونیز خدمتونه وستایل او ویې ویل چې هغه د اسلامي نړۍ له هغو مخکښو عالمانو څخه و چې خپل ټول ژوند یې د دیني پوهنې، روزنې او لارښوونې لپاره وقف کړی و


د ایران مذهبي مشر د نجف علمي حوزې، د ارواښاد زده‌کوونکو، مینه‌والو او د هغه د کورنۍ له غړو سره خواخوږي څرګنده کړې او د لوی څښتن له درباره یې ورته د پراخ رحمت او لوړو درجو غوښتنه کړې ده


آیت الله محمد اسحاق فیاض د شیعه‌وو له سترو دیني عالمانو څخه ګڼل کېده. نوموړي د دیني زده‌کړو، څېړنو او تدریس په ډګر کې اوږد او اغېزناک ژوند درلود او د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې زرګونه پیروان او زده‌کوونکي لرل


د هغه مړینه د دیني او علمي کړیو لپاره یوه ستره ضایعه بلل کېږي او ګڼو دیني او ټولنیزو شخصیتونو پرې د خواشینۍ څرګندونه کړې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto