news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ماشومانو د کار پر ضد نړیواله ورځ؛ لا هم ۱۳۸ میلیونه ماشومان د سختو کارونو قربانیان دي

د ماشومانو د کار پر ضد نړیواله ورځ؛ لا هم ۱۳۸ میلیونه ماشومان د سختو کارونو قربانیان دي

د ماشومانو د کار پر ضد نړیواله ورځ؛ لا هم ۱۳۸ میلیونه ماشومان د سختو کارونو قربانیان دي


بریانیوز- جمعه ، ۲۲ جوزا١٤٠۵


د جون دولسمه، چې د ماشومانو د کار پر ضد د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، سږکال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم په ټوله نړۍ کې

میلیونه ماشومان د ماشومتوب له خوښیو، زده کړو او خوندي ژوند څخه بې برخې دي


د دې ورځې موخه د ماشومانو د کار د ناوړه اغېزو په اړه د خلکو پوهاوی لوړول او د هغو هڅو پیاوړتیا ده چې د ماشومانو د اقتصادي استثمار او جبري کار د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي


د کار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې دا مهال شاوخوا ۱۳۸ میلیونه ماشومان په بېلابېلو ډولونو کارونو بوخت دي. د یاد سازمان په وینا، ګڼ شمېر دغه ماشومان په داسې چاپېریالونو کې کار کوي چې روغتیا، خوندیتوب او راتلونکی یې له جدي ګواښونو سره مخ کوي


یاد سازمان ټینګار کړی چې د ماشومانو کار لا هم یوه نړیواله بېړنۍ ستونزه ده او د هغې پای ته رسول د نړۍ د هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او ټولنو ګډو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري

کارپوهان وایي، بېوزلي، جګړې، بېځایه کېدل او زده کړو ته محدود لاسرسی هغه مهم عوامل دي چې ماشومان د کار بازار ته ټېل وهي. دوی خبرداری ورکوي چې که د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه پورته نه شي، میلیونونه ماشومان به د خپل ژوند له بنسټیزو حقونو محروم پاتې شي


د ماشومانو د کار پر ضد نړیواله ورځ د نړۍ هېوادونو ته دا پیغام رسوي چې هر ماشوم د خوندي ژوند، زده کړو، لوبو او روښانه راتلونکي حق لري، او د دغو حقونو ساتنه د ټول بشریت ګډ مسوولیت ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto