اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

محمد حلیم فدایي: د الله ګل مجاهد د کورنۍ وژنه د طالبانو تر ملاتړ لاندې سازمان شوی قتل دی

محمد حلیم فدایي: د الله ګل مجاهد د کورنۍ وژنه د طالبانو تر ملاتړ لاندې سازمان شوی قتل دی

افغان سیاستوال په کابل کې د پخواني وکیل او جهادي قومندان د زوی او د هغه د کورنۍ د غړو د وژنې په غبرګون کې د طالبانو پر امنیتي او استخباراتي سیسټم سختې نیوکې کړې دي.

بریانیوز( دوشنبه، ٤ جوزا ١٤٠٥)

فدایي ویلي، طالبان هڅه کوي دا پېښه “شخصي دښمني” وښيي، خو د ده په وینا، د کابل په تر ټولو ګڼ مېشته سیمه کې د ورځې په رڼا کې دا ډول برید د واکمنو له ملاتړ پرته ناشونی دی.

هغه د الله ګل مجاهد او طالبانو د اړیکو مخینې ته په اشارې سره ویلي:
«طالبانو له الله ګل مجاهد سره د جمهوریت پر مهال هم اړیکې لرلې. د نظام د سقوط پر مهال یې هغه سپک کړ، وروسته یې بېرته هېواد ته راوغوښت، دوسیه یه ورته جوړه کړه او زنداني یې کړ او حتی د اعدام حکم یې هم پرې صادر کړی و.»

فدایي زیاتوي چې د طالبانو اوسنی حاکمیت “بې مسولیته او بې قانونه” دی او خلک باید د هغوی پر ژمنو باور ونه کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې تېره ورځ د کابل د سرای شهزاده ترڅنګ په بیروبار بازار کې د الله ګل مجاهد زوی احسان الله مجاهد، د هغه مېرمن او دوه نور کسان په وسله‌وال برید کې ووژل شول.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto