محسن رضايي: له امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو له خوشې کېدو سره تړلې ده
بریانیوز- شنبه، ١٦ جوزا ١٤٠٥
د ایران د ستر مشر د پوځي سلاکار ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې یو مهم شرط د امریکا له لوري د ایران د ۲۴ میلیاردو ډالرو کنګل شویو شتمنیو خوشې کول دي
رضايي له سياېناېن سره په خبرو کې ویلي چې ایران غواړي د هرې احتمالي هوکړې د لاسلیک پر مهال ۱۲ میلیارده ډالر خوشې شي او پاتې ۱۲ میلیارده ډالر په راتلونکو پړاوونو کې ایران ته وسپارل شي
د هغه په وینا، د دغو شتمنیو خوشې کېدل د تهران او واشنګټن ترمنځ د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او د هر ډول تفاهم د بریا لپاره بنسټیز ارزښت لري
رضايي خبرداری ورکړی چې که جګړې بیا پیل شي، شخړه به یوازې د فارس خلیج تر سیمې محدوده پاتې نه شي، بلکې ښايي د سره سمندر، بابالمندب تنګي، مدیترانې سمندر او د هند سمندر تر سیمو هم وغځېږي
هغه همدارنګه د امریکا د ولسمشر او د ایران د ستر مشر ترمنځ د احتمالي لیدنې احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې اوس مهال له ځنډ او خنډ سره مخ دي
د رضايي څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو او سیمهییز امنیت په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي او د هر ډول نوې هوکړې په اړه بحثونه دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1678
-
اخبار افغانستان
763
-
مقاله
375
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl