news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امریکا وایي د هرمز تنګي پر لور د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو له لېږلو وروسته یې راداري مرکزونه په نښه کړي

امریکا وایي د هرمز تنګي پر لور د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو له لېږلو وروسته یې راداري مرکزونه په نښه کړي

امریکا وایي د هرمز تنګي پر لور د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو له لېږلو وروسته یې راداري مرکزونه په نښه کړي

بریانیوز- شنبه، ١٦ جوزا ١٤٠٥

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د ایران له لوري د هرمز تنګي پر لور د څلورو بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو تر لېږلو وروسته یې د ایران پر څو راداري اډو هوايي بریدونه ترسره کړي دي

د امریکايي پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې ټولې ایراني بې‌پیلوټه الوتکې تر هدف ته رسېدو مخکې نسکورې شوې او ونه توانېدې خپل ټاکلي هدفونه په نښه کړي

امریکايي چارواکو ویلي چې دغو الوتکو په سیمه کې د کښتیو د تګ راتګ او سمندري امنیت لپاره سمدستی ګواښ رامنځته کړی و، له همدې امله د دفاعي اقدام پرېکړه وشوه

د اعلامیې له مخې، امریکايي بریدونو د ایران د ساحلي څارنې او رادار اړوند تأسیسات د ګورک په سیمه او د  په ټاپو کې په نښه کړي دي

امریکايي چارواکو دا عملیات «دفاعي اقدام» بللی او ټینګار یې کړی چې موخه یې د هرمز تنګي په مهمه سمندري لار کې د نړیوالې کښتۍ چلونې د امنیت خوندي ساتل وو

تر اوسه د ایران چارواکو د دغو بریدونو او د بې‌پیلوټه الوتکو د لېږلو د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د هرمز تنګي امنیت، د انرژۍ نړیوال بازارونه او د سیمې پوځي وضعیت د نړیوالو پام ځانته اړولی او د هر ډول پوځي ترینګلتیا پراخې اقتصادي او امنیتي پایلې لرلای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto