شهباز شریف: پاکستان او امریکا د نږدې ملګرتیا اوږد تاریخ لري
بریانیوز- شنبه، ١٦ جوزا ١٤٠٥
د پاکستان لومړي وزیر په اسلاماباد کې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي چې پاکستان او امریکا د اوږدې مودې راهیسې نږدې اړیکې او همکاري لري
شهباز شریف په خپلو څرګندونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو یادونه کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد او واشنګټن په بېلابېلو برخو کې ګډ کار کړی دی
نوموړي همدارنګه د پاکستان او هند ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي چې پاکستان د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او د شخړو د پراخېدو مخنیوی مهم ګڼي
هغه ادعا کړې چې د ځینو پوځي اقداماتو د نه پراخېدو پرېکړه د سیمې د ثبات او د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره شوې وه. خو د دغو څرګندونو په اړه د هند له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی
شنونکي باور لري چې د پاکستان او امریکا اړیکې، سره له دې چې په بېلابېلو پړاوونو کې له لوړو ژورو سره مخ شوې، لا هم د دواړو هېوادونو د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه ګڼل کېږي
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې پاکستان د امریکا سره د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پراختیا هڅې روانې ساتلې دي، او په سیمه کې د امنیتي بدلونونو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې بیا د پام وړ ګرځېدلې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1679
-
اخبار افغانستان
764
-
مقاله
376
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl