د امریکا او ایران ترمنځ نښتې پراخې شوې؛ د هرمز تنګي او سیمهییز امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې
د امریکا او ایران ترمنځ نښتې پراخې شوې؛ د هرمز تنګي او سیمهییز امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې
بریانیوز- پنجشنبه، ۲۱ جوزا١٤٠۵
د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي بریدونو لړۍ دویمې پرلهپسې ورځې ته غځېدلې او دواړو لورو یو د بل پر هدفونو تازه بریدونه کړي دي
د راپورونو له مخې، ایران د امریکا د وروستیو بریدونو له امله د هرمز تنګي د تړلو احتمال مطرح کړی، هغه تنګی چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول محدودیت پکې نړیوالو بازارونو ته پراخې اغېزې لرلای شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د وروستیو بریدونو له پیل وروسته ایراني چارواکو په مستقیم ډول ترې غوښتي چې پوځي عملیات ودروي او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیول شي خو بل لور ته، ایراني چارواکو سخت غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې که بریدونه دوام ومومي، شخړه به د سیمې نورو برخو ته هم وغځېږي
د ایران ځینو چارواکو ګواښ کړی چې د فشارونو او بریدونو په صورت کې به سیمه له لا لویو امنیتي خطرونو سره مخ شي
سیاسي او پوځي شنونکي وایي، د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د ټول منځني ختیځ
لپاره د اندېښنې وړ دی. د دوی په باور، د هرمز تنګي هر ډول تړل کېدل یا پوځي شخړه کولی شي د نړیوالو تېلو بیې لوړې او د سوداګرۍ لارې له ستونزو سره مخ کړي
دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې نړیوالې هڅې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي او د ډیپلوماټیک حل د موندلو لپاره روانې دي، خو د دواړو لورو سخت دریځونه د کړکېچ د ژورېدو احتمال لا هم پر ځای ساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?