news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان د روغتیا وزیر: په ایډز د اخته کسانو شمېر ۳۷۳ زرو ته رسېدلی

د پاکستان د روغتیا وزیر: په ایډز د اخته کسانو شمېر ۳۷۳ زرو ته رسېدلی

د پاکستان د روغتیا وزیر: په ایډز د اخته کسانو شمېر ۳۷۳ زرو ته رسېدلی

بریانیوز- پنجشنبه، ۲۱ جوزا١٤٠۵

د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال ویلي چې په دغه هېواد کې د ایډز یا د ویروس له ناروغۍ سره د اخته کسانو شمېر ۳۷۳ زرو تنو ته رسېدلی دی

نوموړي د دغو شمېرو د اندېښنې وړ بللو ترڅنګ ویلي چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي، عامه پوهاوي او درملنې لپاره لا زیاتو او اغېزناکو اقداماتو ته اړتیا شته د روغتیايي چارواکو په وینا، دایډز پېښې په ځینو سیمو کې د ناسمو روغتیايي کړنو، د وینې د غیرمعیاري انتقال، د ککړو ستنو د کارونې او د عامه پوهاوي د کمښت له امله زیاتې شوې دي

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې پروګرامونه پیاوړي نه شي، د اخته کسانو شمېر به نور هم لوړ شي

د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د ناروغانو د ثبت، درملنې او عامه پوهاوي لپاره به خپلې هڅې پراخې کړي، څو د ایډز د خپرېدو کچه راکمه شي او ناروغانو ته لازمې روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي

پاکستان له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې په وروستیو کلونو کې پکې د ایډز مثبتو پېښو شمېر د پام وړ زیات شوی او روغتیايي بنسټونه یې د کنټرول لپاره د لا جدي اقداماتو غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto