news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نریندرا مودي د هند د تاریخ تر ټولو اوږدمهاله واکمن صدراعظم شو

نریندرا مودي د هند د تاریخ تر ټولو اوږدمهاله واکمن صدراعظم شو

نریندرا مودي د هند د تاریخ تر ټولو اوږدمهاله واکمن صدراعظم شو

بریانیوز- پنجشنبه، ۲۱ جوزا١٤٠۵

د هند صدراعظم نریندرا مودي د دغه هېواد په معاصر سیاسي تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ او د هند لومړنی صدراعظم شو چې تر ټولو اوږده موده یې پر هېواد واکمني کړې ده

مودي چې په ۲۰۱۴ کال کې واک ته رسېدلی و، اوس د خپلې واکمنۍ له ۴۳۹۹ ورځو او دولسو کلونو په بشپړېدو سره د هند د لومړي صدراعظم جواهر لال نهرو پخوانی ریکارډ مات کړی دی سیاسي شنونکي وایي، مودي په دې موده کې د هند په کورنیو، اقتصادي او نړیوالو سیاستونو کې ژور بدلونونه راوستي او د نړۍ د اغېزناکو مشرانو په کتار کې یې ځانته ځانګړی ځای موندلی دی

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم مودي ته د دې تاریخي لاسته راوړنې مبارکي ویلې ده. ټرمپ نوموړی خپل «نږدې ملګری» او «ستر رهبر» بللی او د هند او امریکا ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې یې د هغه رول ستایلی دی

مودي د خپلې اوږدې واکمنۍ پر مهال هند د نړۍ د سترو اقتصادي او سیاسي ځواکمنو هېوادونو په ډله کې لا مخته رسولی او د نړیوالو چارو په ګڼو مهمو موضوعاتو کې یې فعاله ونډه لرلې ده

د کارپوهانو په باور، د مودي د واکمنۍ دغه نوی پړاو به د هند پر کورني سیاست، سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوال دریځ مهم اغېز ولري، ځکه نوموړی لا هم د هېواد له تر ټولو ځواکمنو او اغېزناکو سیاسي څېرو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto