قزاقستان: له رسمیت پېژندنې پرته له افغانستان سره عملي همکاري پراخوو
بریانیوز- دوشنبه ۱ سرطان ١٤٠٥
د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې ویلي چې آستانه د افغانستان په اړه د «عملمحوره تعامل، خو له رسمي پېژندنې پرته» تګلاره تعقیبوي او له دغه هېواد سره خپلې اقتصادي او بشري اړیکې پراخوي
نوموړي څرګنده کړې چې قزاقستان د ترانزیټ، انرژۍ، سوداګرۍ او بشري مرستو په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د زیاتولو هڅې کوي او باور لري چې د سیمې ثبات د ګډو همکاریو له لارې پیاوړی کېدای شي
توکوموف ټینګار کړی چې افغانستان باید د سیمهییزو همکاریو یوه فعاله برخه وي، ځکه د ترهګرۍ، ناقانونه کډوالۍ او د نشهيي توکو د قاچاق په څېر ګډ ګواښونه یوازې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار له لارې مهارېدای شي
هغه زیاته کړې چې افغانستان لا هم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی او شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، نړیواله ټولنه باید د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
د قزاقستان دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت نور فشار هم زیات کړی او دا چاره د هېواد پر خدماتي او اقتصادي ظرفیتونو دروند بار اچوي
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصادي ثبات او له سیمې سره یې نښلېدل نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې منځنۍ اسیا د امنیت او پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?