برن:په سویس کې د امریکا او ایران خبرې پای ته ورسېدې؛ د هرمز تنګي کړکېچ فضا ترینګلې کړې
بریانیوز- دوشنبه ۱ سرطان ١٤٠٥
د منځګړو د راپورونو له مخې، په سویس کې د لوړپوړو امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلی، خو د مذاکراتو پیل له جدي ترینګلتیاوو سره مل و
راپورونه وایي چې دا خبرې داسې مهال ترسره شوې چې ایران یو ځل بیا د هرمز ستراتیژیک تنګي د تړل کېدو اعلان کړی او هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سختو دریځونو په تکرار سره د خبرو فضا لا حساسه کړې ده
د منځګړو په وینا، د څو ساعتونو بحثونو وروسته ناسته پای ته ورسېده، خو د دواړو لورو ترمنځ د مهمو اختلافاتو په اړه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او د باور فضا لا هم کمزورې پاتې ده
تحلیلګر وایي چې د هرمز تنګي تړل کېدل، چې د نړیوالې انرژۍ د ترانزیت لپاره حیاتي لار بلل کېږي، پر مذاکراتو مستقیم سیوری غوړولی او د خبرو بهیر یې نور هم پیچلی کړی دی
تر اوسه نه واشنګټن او نه تهران د دې پړاو د خبرو په اړه رسمي تفصیلي بیان نه دی خپور کړی، خو دواړه لوري د راتلونکو احتمالي ناستو لپاره د لارو چارو د لټون هڅې روانې ساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1692
-
اخبار افغانستان
801
-
مقاله
470
-
سیاست
138
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl