لیندسي ګراهام: ټرمپ د هرمز تنګي لپاره بدیل نظامي او اقتصادي پلان لري
بریانیوز- دوشنبه ۱ سرطان ١٤٠٥
د امریکا د سنا جرګې غړي، سناتور ليندسي ګراهام ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې د هرمز تنګي په اړه د یوې بدیلې تګلارې په لټه کې دی
ګراهام په یوه مرکه کې له شبکې سره څرګنده کړې چې هغه د جمعې په ورځ څو ساعته له ټرمپ سره لیدلي او د همدې لیدنې پر مهال د امریکا د احتمالي راتلونکو اقداماتو په اړه بحث شوی دی
د هغه په وینا، ټرمپ د داسې پلان یادونه کړې چې که له ایران سره ډیپلوماټیکې هڅې پایلې ته ونه رسېږي، نو واشنګټن به د هرمز تنګي د تګ راتګ پر کنټرول او تنظیم باندې سخت اقدامات وکړي، چې پکې د نظامي حضور د زیاتولو احتمال هم شامل دی
ګراهام زیاته کړې چې د دې طرحې له مخې کېدای شي د دې ستراتیژیکې اوبو لارې څخه د تېرېدونکو کښتیو لپاره ځانګړې فیس یا لګښت وضع شي، او ترلاسه کېدونکي عواید به د امنیتي عملیاتو د لګښتونو لپاره وکارول شي
دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د امریکا او ایران ترمنځ ډیپلوماټیکې خبرې لا هم روانې دي او هڅې کېږي چې د سیمهییزو تاوتریخوالو د زیاتېدو مخه ونیول شي. تر اوسه سپینې ماڼۍ او ایراني لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1692
-
اخبار افغانستان
801
-
مقاله
470
-
سیاست
138
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl