یونیسف :یونیسف د اسلامي همکاریو سازمان سره د روغتیا او پوهنې په برخه کې د ګډو هڅو ستاینه وکړه
بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥
کابل – د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له استازولۍ سره د خپلو روانو همکاریو د اهمیت په اړه ټینګار کړی او هغه یې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ارزښتمنې بللې دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسوول په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د د استازولۍ له عمومي رییس سره یې ګټوره او رغنده لیدنه کړې ده
د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې د افغان ماشومانو د هوساینې، روغتیايي خدمتونو او تعلیمي فرصتونو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. هغه زیاته کړې چې یونیسف په افغانستان کې د هر ماشوم لپاره د روغتیا او پوهنې د خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان له ملاتړ او همکارۍ مننه کوي
په دې لیدنه کې د بشري همکاریو د پراخولو، د ماشومانو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب او هغو ننګونو د حل پر لارو چارو هم بحث شوی چې میلیونونه افغان ماشومان ورسره مخ دي
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې نړیوال بنسټونه او مرستندویه ادارې په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې او بشري خدمتونو د دوام لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي، څو اړمنو کورنیو او ماشومانو ته اغېزمنې مرستې ورسېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1695
-
اخبار افغانستان
803
-
مقاله
481
-
سیاست
143
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl