بلجیم :په بروکسل کې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت خبرې؛ د افغان کډوالو وضعیت د بحث مهم محور
بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥
بروکسل – د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د اسلامي امارت د پنځه کسیز رسمي پلاوي لپاره ویزې صادرې شوې دي، څو په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په مهمو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي
د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې به د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا ترڅنګ، په اروپا کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت، د بېرته ستنېدونکو کډوالو ننګونې او قونسلي خدمتونه د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د سیاسي تعامل کچه ورو ورو پراخېږي او دواړه لوري د ګډو اندېښنو او ګټو پر بنسټ د خبرو اترو د دوام هڅه کوي
شنونکي باور لري چې بروکسل ته د اسلامي امارت د رسمي پلاوي سفر د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو په بهیر کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي، ځکه دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت استازي د اروپايي ټولنې په سیاسي مرکز کې له لوړپوړو چارواکو سره مستقیمې خبرې ترسره کوي
تمه کېږي چې په دې خبرو اترو کې د بشري همکاریو، اقتصادي تعامل، کډوالۍ او د افغانانو د قونسلي ستونزو د حل په اړه هم بحثونه وشي. په ځانګړي ډول په اروپا کې مېشت افغانان هیله لري چې دغه لیدنې به د اسنادو، سفرونو او نورو اداري چارو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو لامل شي
دواړو لورو تر اوسه د خبرو اترو د بشپړ اجنډا جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د سیاسي څارونکو په اند دا لیدنه د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو د نوي فصل د پرانیستې په توګه ارزول کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?