ذاکر جلالي: بروکسل ته د افغان پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو په بهیر کې مهم پرمختګ دی
بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ویلي چې بروکسل ته د افغان پلاوي اوسنی سفر د افغانستان او ترمنځ د اړیکو په بهیر کې یو مهم او د پام وړ ګام ګڼل کېږي
جلالي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت یو رسمي پلاوی د اروپايي ټولنې سیاسي مرکز، بروکسل، ته سفر کوي؛ هغه اقدام چې د دواړو لورو ترمنځ د تعامل او سیاسي اړیکو د نوي پړاو نښه بلل کېږي
د نوموړي په وینا، دغه سفر نه یوازې د سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی، بلکې د متقابل درناوي، ګډو ګټو او رغنده تعامل پر بنسټ د دوامدارو همکاریو لپاره هم نوې لارې پرانیزي
جلالي هیله څرګنده کړې چې د بروکسل خبرې اترې به د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د عملي اړیکو د پیاوړتیا لامل شي او په اروپا کې مېشتو افغانانو ته به د قونسلي خدمتونو، اړیکو او نورو اړینو اسانتیاوو د ښه کېدو زمینه برابره کړي
شنونکي باور لري چې دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د اروپايي هېوادونو، سره د سیاسي او اقتصادي تعامل د پراخولو هڅې کوي. د هغوی په اند، د بروکسل دا لیدنه کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو، همغږۍ او متقابل تفاهم لپاره نوی فرصت رامنځته کړي
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان او اروپايي ټولنې اړیکې په وروستیو کلونو کې له ګڼو سیاسي او بشري موضوعاتو سره تړلې پاتې شوې دي، خو دواړه لوري د اړیکو د ساتلو او د ګډو اندېښنو د حل لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?