هوایي ډګر : د هند ناوي ممبۍ نړیوال هوایي ډګر نړیوالو الوتنو ته پرانیستل شو
بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥
ممبۍ – د هند نوی جوړ شوی ناوي ممبۍ نړیوال هوایي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره خپل فعالیت پیل کړ. د دغه هوایي ډګر له لارې به لومړنۍ نړیوالې الوتنې متحده عربي اماراتو ته ترسره کېږي
ناوي ممبۍ هوایي ډګر د هند د تر ټولو لویو خصوصي هوايي پروژو له ډلې څخه دی، چې د اډاني ډلې له خوا د شاوخوا دوه میلیارده امریکایي ډالرو په پانګونې جوړ شوی دی
د معلوماتو له مخې، دغه عصري هوایي مرکز به د کال په کچه د شاوخوا ۹۰ میلیونه مسافرو د تګ راتګ او د ۲.۵ میلیونه ټنه بار وړلو ظرفیت ولري
چارواکي تمه لري چې د دغه هوایي ډګر فعالیت به د ممبۍ د هوايي تګ راتګ فشار کم کړي، د نړیوالو اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړي او د هند سوداګریزې ودې ته هم وده ورکړي
له یاد هوایي ډګر څخه کورنۍ الوتنې د تېر کال په ډسمبر کې پیل شوې وې، او اوس د نړیوالو الوتنو په پیلېدو سره د دې مرکز چارې لا پراخې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1716
-
اخبار افغانستان
864
-
مقاله
582
-
سیاست
211
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl