news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فضل الرحمن: پاکستان د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا له اقداماتو سره همکاري کړې وه

فضل الرحمن: پاکستان د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا له اقداماتو سره همکاري کړې وه

فضل الرحمن: پاکستان د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا له اقداماتو سره همکاري کړې وه

بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥

اسلام‌اباد – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د دغه هېواد پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د جګړې پر مهال پاکستان د امریکا پوځي عملیاتو ته زمینه برابره کړې وه

فضل الرحمن ویلي، امریکايي الوتکو د پاکستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو له لارې پر افغانستان بریدونه کول، خو اسلام‌اباد یې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه وو کړي

نوموړي ادعا کړې چې پاکستان افغانستان ته د وسله‌والو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې هم پاتې راغلی او د دې ستونزې د حل لپاره یې اغېزمنه تګلاره نه ده لرلې

د جمعیت علمای اسلام مشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې د دیني مدرسو د ثبت په اړه د پاکستان د حکومت پر دریځ هم نیوکه کړې ده. هغه ویلي، د مدرسو د ثبت موضوع باید د خبرو له لارې حل شي او حکومت باید داسې اقدامات ونه کړي چې د دیني زده‌کوونکو ترمنځ ناخوښي رامنځته کړي

تر اوسه د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمن د دې څرګندونو په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto