news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران د انسان قاچاق خطر زیاتوي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران د انسان قاچاق خطر زیاتوي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران د انسان قاچاق خطر زیاتوي

 بریانیوز/ جمعه  ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي بحرانونه د انسان قاچاق او د خلکو د استثمار خطرونه زیات کړي دي. د دغه سازمان په وینا، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري ستنېدل او د عایداتي فرصتونو کمېدل د دې لامل شوي چې ډېر افغانان د قاچاقبرانو او استثمار کوونکو په دام کې ولوېږي

د انسان قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې ادارې  او د کډوالۍ نړیوال سازمان  په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانانو پراخ جبري بېرته ستنېدل، د کوکنارو د کښت له کمېدو وروسته د کلیوالي اقتصاد کمزوري کېدل، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو او نجونو محدودیتونه هغه عوامل دي چې د انسان قاچاق خطر یې ډېر کړی دی

د دغو ادارو د معلوماتو له مخې، د بېرته ستنېدونکو افغانانو د وضعیت په یوې وروستۍ ارزونه کې څرګنده شوې چې یوازې ۱۱ سلنه ستنېدونکو ثابت کار یا شخصي سوداګري لري، په داسې حال کې چې ۵۶ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري

راپور زیاتوي چې نږدې نیمایي بېرته ستنېدونکي د ژوند د دوام لپاره پر پورونو او مالي مرستو تکیه کوي، چې دا حالت خلک جبري کار، د پورونو غلامۍ او نورو ناوړه ګټه اخیستونکو شرایطو ته نږدې کوي

د ملګرو ملتونو ادارو ویلي، د انسان قاچاق قربانیان په ناامنو کارونو، جبري مزدورۍ، جنسي استثمار، د غلامۍ ورته شرایطو او حتی د بدن د غړو په جبري اخیستلو کې ښکېلېږي. د ښځو، ماشومانو، بېرته راستنېدونکو او پورونو کې ښکېلو کورنیو د زیانمنېدو خطر تر نورو ډېر بلل شوی دی

د راپور له مخې، یو شمېر کسان په کورنیو کارونو، کرنه، خښتو بټیو، کانونو او قالین اوبدلو کې په جبري ډول کار ته اړ کېږي، او ځینې نور د جبري سوالګرۍ، اجباري ودونو، د ماشومانو د استخدام او نورو ناوړه کړنو قرباني کېږي

د ملګرو ملتونو چارواکو همداراز د انسان قاچاق د یوې نوې بڼې په اړه خبرداری ورکړی، چې پکې قربانیان د انلاین درغلیو او نورو غیرقانوني فعالیتونو لپاره په زور کارول کېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې استازي پولیاک اوک سري ویلي، د خلکو اوسني فشارونه، لکه پراخې ستنېدنې، د عایداتي سرچینو کمښت، د مرستو کمېدل، طبیعي ناورینونه او پر ښځو محدودیتونه، د انسان قاچاق او استثمار ته د خلکو د زیانمنېدو کچه لوړه کړې ده

د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان مشرې میهیونګ پارک ویلي، د افغان کډوالو د ستنېدو کچه د ټولنو له وړتیا لوړه شوې او پرته له نړیوال ملاتړ څخه به ډېری کورنۍ د کار، سرپناه او لومړنیو خدمتونو له کمښت سره مخ شي

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د انسان قاچاق د مخنیوي لپاره باید د قربانیانو د پېژندنې، ملاتړ، خوندي کډوالۍ لارو او د عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې ګډې هڅې زیاتې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto