د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ادعا کړې چې افغان طالبانو ترهګري د خپل اقتصاد، د واک د بقا او بهرنۍ پالیسۍ د پرمخ وړلو په وسیله بدله کړې ده. هغه ویلي، د طالبانو «سوداګري ترهګري ده» او د همدې لارې خپل اقتصادي او سیاسي اهداف ترلاسه کوي.
بریانیوز- جمعه، ٩ اسد ١٤٠٥
چودري د جمعې په ورځ، د زمري نهمه، په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې که د طالبانو ډیپلوماسي هم وکتل شي، «هغه هم د ترهګرۍ پر محور راڅرخي.»
احمد شریف چودري همداراز ادعا وکړه چې د روان کال په ترڅ کې په پاکستان کې د شویو ۲۸ ځانمرګو بریدونو ډېری بریدګر افغان اتباع وو. د هغه په وینا، په تانک او کراچۍ کې په وروستیو بریدونو کې هم افغانان ښکېل وو او د پاکستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو شمېر هغه کسان وژلي یا نیولي چې د ده په خبره، له طالبانو سره یې اړیکې لرلې.
هغه وویل، د پاکستان نیوکې د افغانستان د خلکو پر ضد نه، بلکې د طالبانو پر حکومت متمرکزې دي. نوموړي یو ځل بیا طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ بېلتونپالو ډلو په ملاتړ تورن کړل او ویې ویل چې اسلاماباد له دغو وسلهوالو ډلو سره د خبرو اراده نه لري.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونو څه باندې ۴۰ زره استخباراتي عملیات ترسره کړي، ۲ زره او ۸۴ وسلهوال یې وژلي او په همدې موده کې په هېواد کې ۳ زره او ۱۴۵ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له څو میاشتو راهیسې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر سر ترینګلې دي. اسلاماباد ادعا کوي چې د TTP غړي او مشران په افغانستان کې پناه لري او د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله بولي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?