نورستان: د سېلابځپلو کورنیو ته د سوداګرۍ خونې له لوري له اووه میلیونو ډېره نغدي مرسته
نورستان: د سېلابځپلو کورنیو ته د سوداګرۍ خونې له لوري له اووه میلیونو ډېره نغدي مرسته
بریانیوز/چهارشنبه ( ۱۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د نورستان د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې ۷ میلیونه او ۵۸۵ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده
د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د مرستې اعلان د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په مشرۍ د حکومتي پلاوي د نورستان د سفر پر مهال وشو
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي ویلي، په دې ټولیزه مرسته کې یو میلیون افغانۍ د نوموړي شخصي مرسته هم شامله ده
چارواکي وایي، دا مالي مرسته به د هغو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه، کرنیزې ځمکې او شتمنۍ زیانمنې شوې دي
نورستان په دې وروستیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد و، چې له امله یې لسګونه کورونه ویجاړ، کرنیزې ځمکې زیانمنې او ګڼې کورنۍ له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1740
-
اخبار افغانستان
895
-
مقاله
625
-
سیاست
242
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl