افغانستان : د ماینپاکۍ نوې هڅې؛ ماشومان لا هم د ناچاودو توکو قرباني کېږي
(بریانیوز شنبه (۲۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
افغانستان او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماینونو او جګړو له پاتې شویو ناچاودو توکو د پاکولو لپاره د څه باندې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت دوه هوکړې لاسلیک کړې دي
د دغو هوکړو له مخې، ټاکل شوې په ۱۳ ولایتونو کې سلګونه زره متره مربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو مهماتو پاکه شي. همداراز به زرګونو کسانو ته د دغو چاودېدونکو توکو د خطرونو او د ځان ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شي
د ماینپاکۍ په دې پروګرامونو کې د هغو سیمو پاکولو ته ځانګړې پاملرنه کېږي چې خلک پکې هره ورځ تګ راتګ کوي او یا یې ځمکې د کرنې او نورو اقتصادي فعالیتونو لپاره کارول کېږي
دا هوکړې په داسې مهال لاسلیک کېږي چې افغانستان لا هم د تېرو جګړو له امله له ماینونو او ناچاودو مهماتو سره مخ دی. د دغو توکو پاتې شوني هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ژوند اخلي او ګڼ نور کسان ټپیانوي
د ماینپاکۍ ادارې ټینګار کوي چې د خطرناکو سیمو پاکول او د خلکو پوهاوی کول د ملکي وګړو د ژوند ژغورلو لپاره مهم دي، خو د هېواد د پراخو ماینلړلو سیمو د بشپړ پاکولو لپاره لا هم پراخو مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1827
-
اخبار افغانستان
961
-
مقاله
768
-
سیاست
350
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl