روغتیا : هډوکي څنګه پیاوړي وساتو؟ د خوړو او ژوند د طریقې مهمې سپارښتنې
(بریانیوز شنبه (۲۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د هډوکو پیاوړتیا یوازې د عمر په لوړو پړاوونو کې د پاملرنې موضوع نه ده؛ د هډوکو روغتیا له ماشومتوبه او ځوانۍ څخه پیلېږي. د متخصصانو په وینا، د ژوند په لومړیو کلونو کې د هډوکو د پیاوړتیا لپاره مناسب خواړه او بدني فعالیت کولی شي په راتلونکي کې د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو خطر راکم کړي
هډوکي د بدن ثابت جوړښت نه دی، بلکې په دوامداره توګه پکې د جوړېدو او له منځه تلو بهیر روان وي. د ماشومتوب او ځوانۍ په لومړیو کلونو کې هډوکي په چټکۍ سره وده کوي او د ځوانۍ په لومړیو کې خپل تر ټولو لوړ تراکم ته رسېږي. له دې وروسته د عمر له زیاتېدو سره د هډوکو کثافت په تدریجي ډول کمېدای شي
کلسیم؛ یوازې شیدې نه دي
کلسیم د هډوکو د جوړښت لپاره یو له مهمو منرالونو څخه دی. شیدې، مستې او پنیر د کلسیم له مهمو سرچینو څخه دي، خو هغه کسان چې لبنیات لږ کاروي، کولای شي کلسیم له نورو خوړو لکه شنو پاڼو لرونکو سبزیو، ځینو مغز لرونکو توکو او کلسیم لرونکو نورو خوړو ترلاسه کړي
ویټامین ډي هم مهم دی
ویټامین ډي له بدن سره د کلسیم په جذب کې مرسته کوي. د لمر مناسب تماس، غوړ لرونکي کب او ځینې نور خواړه د ویټامین ډي له سرچینو څخه دي. که د یوه کس په بدن کې د دې ویټامین کچه کمه وي، د کلسیم جذب هم اغېزمنېدای شي
بدني فعالیت هډوکي پیاوړي کوي
یوازې مناسب خواړه د هډوکو د روغتیا لپاره بسنه نه کوي. منظم بدني فعالیت، په ځانګړي ډول هغه تمرینونه چې بدن پکې خپل وزن زغمي، لکه چټک قدم وهل، منډه، زینې ختل او ځینې مقاومتي تمرینونه، د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي
په ځوانۍ کې پاملرنه د راتلونکي لپاره مهمه ده
د هډوکو د کمزورۍ یا اوستیوپوروز نښې ډېر وخت هغه مهال څرګندېږي چې د هډوکو کثافت له پام وړ اندازې کم شوی وي. له همدې امله، د ماشومتوب او ځوانۍ له وخته د متوازنې غذا او بدني فعالیت عادت رامنځته کول د راتلونکي هډوکي روغتیا لپاره مهم بلل کېږي
اوستیوپوروز داسې حالت دی چې هډوکي کمزوري او نازکوي او د ماتېدو خطر یې زیاتوي. د روغتیايي معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه کسان له دې ستونزې سره ژوند کوي.
د هډوکو د روغتیا لپاره متوازنه غذا، کافي کلسیم او ویټامین ډي، منظم بدني فعالیت او د عمر له زیاتېدو سره مناسب روغتیايي څارنه مهمه ده. یوازې پر یوه ځانګړي خوراک، لکه شیدو، تکیه کول د هډوکو د بشپړې روغتیا تضمین نه شي کولی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?