اتریش: اروپا دې د افغان او سوریایي پناهکوونکو د پراخو شړلو لپاره واحد او سخت دریځ خپل کړي
د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ګرهارد کارنر، په تازه څرګندونو کې په پناهکوونکو د اروپایي سیاست د سختولو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې هغه کسان چې د اروپايي هېوادونو په خاوره کې جرمونه ترسره کوي، باید پرته له ځنډه او په پراخه پیمانه خپلو اصلي هېوادونو ته واستول شي. د کارنر په وینا، دا تګلاره باید یوازې د اتریش نه، بلکې د ټوله اروپايي ټولنې یوه ګډه قاعده او منظم پروسیجر شي
کارنر ټینګار کوي چې د اروپا د پولو ساتنې اداره (Frontex) باید د دې پروسې په مدیریت کې فعاله ونډه واخلي او د شړلو اقدامات دې په داسې میکانیزمونو ولاړ وي چې په بشپړ ډول اغېزمن، همغږي او د امنیتي اړتیاوو مطابق وي. د هغه په باور، د هغو پناهکوونکو بیرته استول چې د جرمونو په تور محکوم شوي، نه یوازې د قانون تطبیق دی، بلکې د اروپایي ښارونو د امنیت د ټینګښت لپاره یو حیاتي ګام ګڼل کېږي
نوموړي زیاته کړه چې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د جرمونو ډېرېدو، د ښاریانو اندېښنې زیاتې کړي او حکومتونو ته یې دا اشارې ورکړې چې اوس د یو سخت او ګډ اروپایي دریځ وخت رارسېدلی. کارنر وویل: «موږ د خپلو خلکو د خوندیتوب مسوولیت لرو، او دا مسوولیت موږ ته وایي چې د قوانینو ماتونکي باید پر اروپايي خاورې د پاتې کېدو حق ونه لري
سره له دې چې د اتریش د کورنیو چارو وزیر دا دریځ د ځینو سیاسي ګوندونو او خلکو له ملاتړ سره مخ شوی، خو یو شمېر د بشري حقونو ډلې او مهاجرتي فعالین یې سخت انتقاد کوي. هغوی وایي چې د پناهکوونکو شړل باید د انفرادي قضیو پر بنسټ وشي، نه په عمومي او پراخه ډول
تر دې دمه، اروپايي ټولنې رسمي ادارو د کارنر د وړاندیز په اړه څرګند دریځ نه دی نیولی، خو د اروپایي سیاستونو دننه د مهاجرت بحث یو ځل بیا د جدي اختلافونو مرکز ګرځېدلی دی