اسرایيل له میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د بیروت جنوب بمبار کړ؛ د حزبالله د ستر درستیز هدف ګرځول شوی
د لبنان پلازمېنې بیروت په جنوبي سیمو کې د شنبې په شپه د زورورو چاودنو رپوټ ورکړل شو، ځکه اسراییلي الوتکو د میاشتو تر اوږده ځنډ وروسته په لومړي ځل دغې سیمې ته هوايي بریدونه ترسره کړل. سرچینې وایي چې په برید کې د حزبالله د پوځی چارو مشر یا ستر درستیز د هدف په توګه نښه شوی دی
د لبنان امنیتي چارواکو ویلي چې د بریدونو هدف د حزبالله د لوړپوړو نظامي کسانو هغه ودانۍ وې چې په معمولي ډول د ډلې د مهمو پوځي غونډو کوربهتوب کوي. د برید پر مهال په سیمه کې د اور او لوګي لوړې ستنې لیدل شوې او بېړنۍ امبولانس ډلې د مرستو لپاره سیمې ته ورغلې
حزبالله تر دې دمه څرګنده نه ده کړې چې آیا په برید کې د دوی لوړپوړي قوماندان ته زیان رسېدلی که نه، خو د ډلې یوې نږدې سرچینې ویلي چې دا برید د اسرایل د جګړې د ستراتیژۍ په نوي پړاو کې شامل دی او د "سر نوشتساز ترور هڅه" بلل کېږي
اسراییلي پوځ بیا ادعا کوي چې برید یې په “دقیق استخباراتي معلوماتو” ولاړ و او موخه یې د حزبالله هغه مشرتابه و چې د اسراییلي ځواکونو پر ضد د عملیاتو د پلان جوړونې اصلي مسوول بلل کېږي
دا برید په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د سرحدي سیمو جګړې په وروستیو اوونیو کې شدّت نیولی او د دواړو غاړو د تلفاتو شمېر لوړ شوی دی. کارپوهان وایي چې د بیروت جنوبي حوزې په نښه کول کولی شي د جګړې جغرافیه پراخه او د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې کړکېچنی کړي
لبناني چارواکو د بریدونو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د لبنان ملي حاکمیت ته ښکاره ګواښ دی. هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د وضعیت د ارامولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي
د سیمې اوسېدونکي د حملو تر شا د یوې نوې پراخې جګړې وېره لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې سترې پوځي څېرې هدف ګرځي، او د غچ اخیستنې احتمال ډېرېږي