news اخبار فوری
clock

د ملګرو ملتونو سرمنشي: هېڅ ځواک د ملګرو ملتونو له اجازې پرته د غزې په سیمه کې د شتون حق نه لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي: هېڅ ځواک د ملګرو ملتونو له اجازې پرته د غزې په سیمه کې د شتون حق نه لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هېڅ هېواد یا ځواک حق نه لري چې د ملګرو ملتونو له رسمي اجازې پرته په غزه کې حضور ومومي یا نظامي ځواک ځای پر ځای کړي

ښاغلي ګوترش د سه‌شنبې په ورځ (۱۳ عقرب) په یوه وینا کې وویل، ملګري ملتونه په فعاله توګه د بشردوستانه مرستو د زیاتولو، د اوربند د ټینګښت او د غزې او لوېدیځې غاړې تر منځ د اړیکو د بیا رغونې په بهیر کې برخه لري

هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا مهال د یوې نوې مسودې ارزونه کوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو له‌خوا وړاندې شوې، او هدف یې د غزې په سیمه کې د احتمالي ځواکونو د استقرار څرنګوالی دی

سرمنشي ګوترش په جدي لهجه ټینګار وکړ

هر هغه ځواک چې غواړي په غزه کې ځای پر ځای شي، باید د ملګرو ملتونو له اجازې کار واخلي. همدارنګه، هر سیاسي یا اداري جوړښت چې په دې سیمه کې رامنځته کېږي، باید خپله مشروعیت له ملګرو ملتونو واخلي

د ده په وینا، د ملګرو ملتونو موخه دا ده چې د غزې خلک له جګړې، بې‌وزلۍ او بې‌کورۍ څخه وژغوري، او د یوې دوامدارې سولې لپاره نړیوالې همغږي رامنځته شي

شنونکي وايي، د ګوترش دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د غزې راتلونکی د نړیوالو سیاسي خبرو یوه حساسې موضوع ګرځېدلې، او ګڼ هېوادونه د جګړې وروسته د دې سیمې د مدیریت پر سر نظرونه لري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto