د څو کلونو د ترینګلتیا او جګروږ توب وروسته، د نړۍ دوه لوی ګاونډیان ــ هند او چین ــ د خپلو اړیکو د نوي فصل پاڼه پرانیزي. له پنځو کلونو ځنډ وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ الوتنې بېرته پیل شوې دي، چې دا کار د اړیکو د رغېدو یو مهم ګام بلل کېږي.
د هند د "انډیګو" شرکت الوتکه 6E 1703 د دوشنبې په ورځ د کولکتې له ښار څخه د چین سویل ته د ګوانګجو ښار پر لور الوزېدله، چې شاوخوا ۱۸۰ مسافر یې لېږدول. دا د ۲۰۲۰ کال له پیل راهیسې لومړۍ مستقیمه الوتنه ده، کله چې د کوویډ وبا او وروسته د همالیا په پوله د دواړو پوځونو د شخړې له امله دا الوتنې درېدلې
اوس، داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه غواړي د تېرو ترینګلو کلونو فاصله راکمه کړي. د هند حکومت د الوتنو د بیا پیل اعلان په داسې وخت کې وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د نرمېدو نښې ورځ تر بلې زیاتېږي. د هند د هوايي چلند وزارت ویلي، دا اقدام به نه یوازې د خلکو تر منځ اړیکې اسانه کړي، بلکې د سوداګرۍ، سیاحت او فرهنګي تبادلو د پیاوړتیا سبب به هم شي
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم دغه پرمختګ "مثبت ګام" بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د اعتماد فضا لا پیاوړې کړي
د تېر کال په ترڅ کې، دواړو هېوادونو د سرحدي چارو د همغږۍ په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک کړ. همدارنګه، د اګست په میاشت کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له اوو کلونو وروسته لومړی ځل چین ته سفر وکړ او د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې یې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره مخامخ خبرې وکړې
له دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم هند ته سفر کړی و او د پولې د امنیت، شخړو د کمولو او د اړیکو د رغېدو په اړه یې له هندي چارواکو سره بحثونه کړي وو
دغه راز، د هند حکومت په جولای میاشت کې د چینایي سېلانیانو لپاره د ویزې ورکولو بهیر هم بېرته فعال کړی و — یو اقدام چې د دواړو هېوادونو د نرمېدونکو اړیکو څرګند نښه بلل کېږي