news اخبار فوری
clock

– د پاکستان او قطر تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا په موخه د نوې اقتصادي دور پيل قطر او پاکستان درې ميليارده ډالره پانګونه‌ليک لاسليک کړ

– د پاکستان او قطر تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا په موخه د نوې اقتصادي دور پيل قطر او پاکستان درې ميليارده ډالره پانګونه‌ليک لاسليک کړ

اسلام‌اباد – د پاکستان او قطر تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا په موخه، دواړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ يو مهم او تاريخي هوکړه‌ليک لاسليک کړ

 د دې تړون له مخې، قطر به په پاکستان کې درې ميليارده امريکايي ډالره پانګونه کوي، چې تمه ده د هېواد اقتصاد ته تازه وینه ورکړي

دغه تړون د دواړو هېوادونو د اقتصادي، سوداګريزو او تخنيکي همکاريو د وزيرانو ګډې کمېټې د شپږمې ناستې په پای کې لاسليک شو. د پاکستان د سوداګرۍ وزير جمال کمال خان او د قطر د سوداګرۍ او صنعت وزير شيخ فيصل بن ثاني آل ثاني د تړون سندونه لاسليک کړل

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وايي، دا هوکړه د قطر د امير د پخوانۍ ژمنې د عملي کولو په موخه شوې ده، چې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونې، سوداګرۍ او پرمختيايي همکاريو لاره نوره هم پراخه شي

د يادې هوکړې له مخې، د قطر درې ميليارده ډالره پانګونه به د انرژۍ، بندرونو، ترانسپورت، زېربنا او ټيکنالوژۍ په برخو کې وشي. تمه کېږي دا پانګونه نه يوازې د پاکستان د اقتصاد د ثبات لامل شي، بلکې زرګونه کسانو ته به د کار زمينه هم برابره کړي 

وزير جمال کمال خان وويل:

دا تړون د پاکستان لپاره د يو نوي اقتصادي فصل پيل دی. موږ له قطر سره د باور، ورورولۍ او ګډ پرمختګ پر بنسټ ولاړې اړيکې لرو

د قطر د سوداګرۍ او صنعت وزير، شيخ فيصل بن ثاني آل ثاني، هم وويل چې قطر غواړي د پاکستان له اقتصادي ودې او ثبات سره اوږدمهاله همکاري ولري. ده زياته کړه:

پاکستان د سيمې يو مهم اقتصادي مرکز دی، او موږ باور لرو چې ګډې پانګونې به د دواړو هېوادونو خلکو ته د سوکالۍ دروازې پرانیزي

شنونکي وايي، دا تړون د پاکستان لپاره د سيمه‌ييزې همکارۍ يوه مهمه بريا ده، چې د خليج هېوادونو له لوري د اعتماد او اقتصادي شريکتوب يو نوی فصل پرانیزي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto