د افغانستان اسلامی امارت ، ترکيې او ايران ترمنځ د رېل پټلۍ درې اړخيزه هوکړه؛ د سيمې د اقتصاد نوی باب پرانيستل شو
په يو تاريخي پرمختګ کې، د افغانستان د اوسني واکمنو چارواکو، ايران او ترکيې د رېل پټلۍ د درې اړخيزې هوکړې سند لاسليک کړی، چې موخه يې د سيمې د ترانزيټي نښلونې پياوړتيا او د سوداګرۍ د ودې نوې لار پرانيستل دي
د دغه سترې پروژې له مخې، به د افغانستان له لارې د ايران او ترکيې ترمنځ د رېل پټلۍ شبکه جوړه شي، چې نه يوازې به د منځنۍ آسيا هېوادونه له اروپا سره ونښلوي، بلکې د افغانستان جغرافيايي ارزښت ته به هم نوی اقتصادي روح ورکړي
دغه هوکړه د سيمې د "اقتصادي بيدارۍ" د زېري په توګه يادېږي، ځکه افغانستان د جنوبي او مرکزي آسيا ترمنځ د طبيعي دهلېز په توګه، کولای شي د ترانزيټ، پانګونې او سوداګرۍ له لارې د ځان لپاره د عايداتو نوې سرچينه رامنځته کړ
د پروژې د تخنيکي جزيياتو له مخې، د رېل پټلۍ دا لاره به د ايران له خوا د خاف ـ هرات له پټلۍ سره ونښلي، او له بل لوري به د افغانستان د شمال له لارې د ترکيې تر پولو پورې وغځېږي. دا کار به د صادراتو، وارداتو او بار وړلو لګښتونه په بېساري توګه راکم کړي
کارپوهان وايي، دا هوکړه نه يوازې يو اقتصادي ګام دی، بلکې سياسي او ستراتيژيک اهميت هم لري، ځکه دا پروژه به د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا پياوړې او د ګډ پرمختګ بنسټ کېږدي
د افغانستان د اوسني حکومت يو چارواکي ويلي:
موږ هڅه کوو چې هېواد له انزوا وباسو او د سيمې د نښلونې مرکز وګرځو. دا پروژه د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ په لور يو عملي ګام دی
په همدې حال کې د ايران او ترکيې چارواکو هم ويلي، چې دغه ګډه طرحه به د سيمې د ولسونو ترمنځ د همکارۍ نوې دروازې پرانيزي او د سولې او ثبات لامل به شي
د يادونې ده، چې د دې رېل پټلۍ عملي چارې به په څو پړاوونو کې تر سره کېږي، او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان د اقتصاد، سوداګرۍ او ترانزيټ په نقشه کې ژور بدلونونه راولي