په ننګرهار کې د مخابراتو نوې لاستهراوړنه – شپږ نوي سایټونه پرانیستل شول، لرو پرتې سیمې له انټرنېټ سره نښلول شوې
ننګرهار – د ټېکنالوژۍ او اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ په توګه، د اترا ادارې په مالي لګښت او د افغان ټيليکام په تخنیکي همکارۍ، په ننګرهار ولایت کې شپږ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او رسمي پرانیستل شول
یاد سایټونه د دره نور، کوز کونړ، پچیراګام، ګوشتې، خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې فعاله شوي، چې له دې سره د زرګونو کورنیو لپاره د اړیکو او انټرنېټ نوې دروازې پرانیستل شوې دي
د ننګرهار د مخابراتو رییس مولوي ذبیحالله ذکي د پرانیستې پر مهال وویل
> “د دغو سایټونو په فعالېدو سره اوس د یادو سیمو خلکو ته د ټیلیفوني اړیکو ترڅنګ د ۲G او ۳G انټرنېټ خدمتونه برابر شوي، او ډېر ژر به دا شبکې د ۴G پرمختللې بڼې ته لوړ شي
ده زیاته کړه چې دا پروژې د اترا ادارې د ملي ستراتیژۍ برخه ده، څو د هېواد هر ګوټ ته د مخابراتي خدمتونو رڼا ورسوي
د سیمې اوسېدونکي دا پرمختګ یو ستر ګام بولي او وایي چې د مخابراتي شبکو د نشت
له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ وو. یو تن اوسېدونکی وايي:
پخوا به د اړیکو لپاره باید کیلومترونه مزل وکړو، خو اوس له خپل کلي انټرنېټ کاروو او له خپلو عزیزانو سره په اسانۍ خبرې کوو
دغه پرمختګ نه یوازې د اړیکو د پیاوړتیا لامل شوی، بلکې د زدهکړو، سوداګرۍ او روغتیا په برخه کې یې هم خلکو ته نوې اسانتیاوې رامنځته کړې دي
شنونکي باور لري چې د دې ډول پروژو دوام به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا او د ټېکنالوژۍ د لاسرسي په برخه کې یو نوی فصل پرانیزي، او د هېواد د پرمختګ بهیر ته به عملي بڼه ورکړي