هېواد پاکستان یو ځل بیا د تاوتریخوالي له تازه څپې سره مخ شو. د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د جمعې په ورځ یوه زوروره بمي چاودنه شوې، چې له امله یې د پولیسو د عملیاتو لوړپوړی افسر، اسد زبیر، له خپلو دوو ساتونکو سره ژوند له لاسه ورکړ
د کوهاټ د پولیسو مشر، عباس مجید مروت، رسنیو ته ویلي دي چې وسلهوالو لومړی د غلمینه په نوم پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، خو هلته هېڅ پولیس نه وو. وروسته چې د پولیسو افسر اسد زبیر له خپل ټیم سره د پېښې د پلټنې لپاره روان و، د هغوی پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه
ښاغلي مروت زیاته کړه: «په پېښه کې د اسد زبیر چلوونکی او ساتونکی سمدستي ځای پر ځای شهیدان شول، خو خپله افسر زبیر سخت ټپي شو. هغه روغتون ته ولېږدول شو، خو د ټپونو د ژورتیا له امله یې ساه ورکړه
د پېښې وروسته د کوهاټ او هنګو سیمو امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي،
د تلاشی عملیات یې پیل کړي او سیمه یې تر سخت امنیتي څار لاندې راوستې ده
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د دې خونړۍ پېښې په سختو ټکو غندنه کړې ده او ویلي یې دي: «ترهګر د هېواد د سولې او ثبات دښمنان دي، او د دوی پر ضد به بېرحمانه عملیات دوام ولري
په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي هم د پېښې غندنه کړې ده او د پولیسو له مشرانو یې عاجل رپوټ غوښتی دی.
نوموړي ویلي: د دې پېښې عاملین به د قانون له منګولو نه خلاص نهشي. د پولیسو وینه به بېځوابه نه پاتې کېږي
په سیمه کې د تېرې مودې راپه دېخوا امنیتي وضعیت له اندېښنې ډک شوی، او د چارواکو په وینا، د افسر اسد ځواکونو د هدف نیولو هڅې زیاتې کړې دي