واشنګټن – د امریکا په ګڼو ښارونو کې زرګونه کسان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو او پرېکړو پر ضد لاریونونه کړي دي. د مظاهرهچیانو په وینا، ټرمپ غواړي د پوځ د کارولو له لارې مدني ازادۍ محدودې کړي او د دیموکراسۍ بنسټونه زیانمن کړي
دغه لاریونونه د دوشنبې په شپه وروسته له هغې پیل شول، چې ټرمپ اعلان وکړ، ښايي د ملي ګارډ ځواکونه د سانفرانسیسکو ښار ته واستوي تر څو "امنیت ټینګ کړي". خو منتقدین وایي، دا اقدام د مدني واکمنۍ خلاف دی او د امریکا د اساسي قانون سرغړونه ګڼل کېږي
په نیویارک، شیکاګو، لاسانجلس او واشنګټن ډيسي کې مظاهرهچیانو د “No to Dictatorship” او “Democracy not Militarism” شعارونه ورکاوه. هغوی ټینګار وکړ چې د پوځ کارول د مدني مسایلو په وړاندې د زغم کرښه نه شي اوښتی
یوه مظاهرهچۍ، سارا جانسن، رسنیو ته وویل:
"موږ د ازادۍ او قانون د حاکمیت لپاره دلته راغلي یو. هېڅ ولسمشر حق نه لري چې د خلکو پر وړاندې پوځ وکاروي
په ورته وخت کې، د ټرمپ ملاتړو د ده پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې ولسمشر د نظم د بیا راوستلو هڅه کوي. خو د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکوي چې دا ډول اقدامات د وېرې او تاوتریخوالي فضا نوره هم پراخوي
د امریکا د سیاسي چارو شنونکي وایي، دا تازه احتجاجونه ښيي چې هېواد یو ځل بیا د سخت سیاسي وېش او داخلي کړکېچ له پړاو سره مخ شوی دی
پای
شنونکي باور لري که ټرمپ د پوځ د کارولو پرېکړه عملي کړي، ښايي دا د امریکا په معاصر تاریخ کې یو له جنجالي ګامونو څخه وبلل شي او د هېواد سیاسي راتلونکی تر پوښتنې لاندې راولي