په فیصلاباد او اسلاماباد کې د افغان کډوالو پراخې نیونې؛ پاکستان وايي ښارونه له افغانانو خالي شوي
د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې یوازې د فیصلاباد ښار کې یې ۴۴۸ افغان کډوال نیولي او دا ښار یې "له افغان اوسېدونکو خالي" بللی دی. هممهاله، د اسلاماباد پولیسو هم ۱۷ افغانان نیولي چې له پلټنو وروسته به د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي. دا لړۍ د بې اسناده کډوالو د ایستلو د پراخې کمپاین برخه ده
په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د نیونو او ایستلو لړۍ له نوې شدته سره دوام لري. د پنجاب ایالت د فیصلاباد پولیسو د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۴۴۸ افغان وګړي نیولي دي.
پولیسو ویلي، نیول شوي کسان هغه افغانان دي چې د قانوني اسنادو پرته په ښار کې اوسېدل، او د دې لړۍ له بشپړېدو وروسته، فیصلاباد ښار "له افغان اوسېدونکو خالي" اعلان شوی دی
په ورته وخت کې، د اسلاماباد پولیسو هم د ۱۷ نورو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یاد کسان به له قانوني څېړنو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي
د فیصلاباد یوه سیمهییزه سرچینه وايي: "پولیس له تېرې اوونۍ راهیسې هره ورځ د افغانانو پر کورونو چاپې وهي، ډېر کسان له خپلو مېنو تښتېدلي دي
په عین حال کې، د بشري حقونو فعالان د پاکستان د دغې تګلارې په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې دا کار د زرګونو بېوزلو افغان کورنیو ژوند له سخت خطر سره مخ کړی
یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د کلونو ژوند، کار او زده کړې وروسته، اوس له هېڅ قانوني اسنادو پرته د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
کارپوهان وايي، د افغان کډوالو پر وړاندې دا چلند نه یوازې بشري زیانونه رامنځته کوي، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا هم زیانمنوي
د څارونکو په باور، که دا کړنې دوام ومومي، ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او سیمهییزې همکارۍ پر راتلونکي هم ژوره اغېزه وکړي