د افغانستان د کرنې او سوداګرۍ یو شمېر وتلي فعالان د عربستان په شاهي هېواد کې د ۴۲م نړیوال کرنیز نندارتون برخهوال دي، چې د هېواد مشهوره او بېسارې کرنیزې ځانګړتیاوې یې نندارې ته وړاندې کړې دي
په دې نندارتون کې پنځه تنه افغان سوداګر او د کرنې سکتور استازي د افغانستان ویاړمن محصولات — زعفران، وچې مېوې، مغزي مواد او نور کرنیز توکي — د سترو نړیوالو شرکتونو او پیرودونکو مخې ته ایښي دي
دغه ابتکار د د کرنې د احیا او دوامدار پرمختګ پروګرام (ACRP) په همکاري او د اروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ ترسره شوی دی. موخه یې دا ده چې د افغان کروندګرو لپاره نړیوال بازارونه پرانستل شي، د تولید سلسله له محلي کچې تر نړیوالې کچې ورسېږي او د افغانستان کرنیز نوم یو ځل بیا د سیمې په کچه وځلېږي
د نندارتون ګډونوال وایي چې د افغان زعفران ځانګړی بوی او خوند، او د هېواد وچې مېوې او مغزجات د نندارتون د لیدونکو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده. دوی هیله څرګندوي چې دا ډول نړیوال فرصتونه به د افغان بزګر د هڅو پخلی وکړي او د هېواد اقتصاد ته نوی روح ورکړي
د یاد نندارتون ګډون د افغان سوداګرو لپاره نه یوازې د صادراتو د پراختیا یوه دروازه پرانیزي، بلکې د نړۍ پر نقشه د افغانستان د کرنیز هویت یو ځل بیا روښانه رڼا خپروي
افغانستان — د زعفران، مېوو او مغزجاتو وطن، اوس له کلي تر نړۍ پورې د خپل خاورین زحمت ننداره کوي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
221
-
مقاله
45
-
سیاست
9
-
Uncategorized
8
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي